د سي جي ټي ان سروې: 92.81 سلنه پوښتل شویو کسانو د فلسطین د مختلفو ډلو د جوړجاړي په اړه د چین کوښښونه ستایلي
CMG2024/07/25 10:59:24
شريکول:

د فلسطین مختلفې ډلې څو ورځې مخکې په بېجینګ کې خپلمنځي جوړجاړي ته ورسېدې او دا د چین بل ديپلوماتیک بریالیتوب ګڼل کېږي. د چین ميډیا ګروپ سي جي ټي ان څانګې د یوې اړوندې سروې نتیجه ښيي، د نړۍ 92.81 سلنه خلکو د فلسطینیانو د حقونو د ملاتړ، د دغه هېواد وېش ختمولو لپاره د چین د کوښښونه زیات ستایلي او د دوی په اند، چین د ډیالوګ او مشورې له لارې د اختلافونو له منځه وړلو لپاره یوه نوې نمونه جوړه کړې ده.

د فلسطین مختلفو ډلو ((بېجینګ اعلامیه )) لاسلیک کړه او موافقه یې کړې چې ایتلافي حکومت جوړ کړي او د غزې بیارغونه ترسره کړي. چین تل د فلسطین له بېلا بېلو ډلو ملاتړ کوي چې د ډیالوګ او مشورې له لارې خپلمنځي یووالی پياوړی کړي. 91.63 سلنه سروې ګډونوال د چین د ادعا لوړه ستاینه وکړه.

یاده سروې د سي جي ټي ان د انګلیسي، اسپانیوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو په سایټونو کې خپره شوه او په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ زره، ۵۹۲ تنو انټرنیټ کارکوونکو پکې رایې ورکړې.