دينګ شوې شيانګ له روسیې څخه ليدنه وکړه
CGTN2024/07/25 15:40:31
شريکول:

د چين مرستيال صدراعظم دينګ شوې شيانګ د جولای له ۲۱مې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې له روسيې څخه ليدنه کړې. په دې سفر کې يې د روسيې له لومړي مرستيال صدراعظم دانيس مانتوروف سره د چين او روسيې د پانګونې د همکاريزې کمېټې د ۱۱مې غونډې مشري کړې، د روسيې له مرستیال صدراعظم اليکساندر نواک سره يې د چين او روسيې د انرژۍ د همکاريزې کمېټې د ۲۱مې غونډې مشري کړې،‌ د چين او روسيې د انرژۍ د شپږم سوداګريز فورم په پرانيستونکو مراسمو کې يې ګډون او په دې مراسمو کې یې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام لوستی او وينا يې کړې ده.

نوموړي د چين او روسيې د پانګونې او انرژۍ په دوه اړخيزو غونډو کې ويلي، چې روان کال د چين او روسيې د رسمي اړيکو د ټینګېدو له ۷۵مې کليزې سره برابر دی. هېواد يې غواړي له روسيې سره د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې موافقې پلې کړي، په دوامدار ډول د پانګونې او انرژۍ په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي، څو متقابلې ګټې او ګډ پرمختګ ومومي.

د دې تر څنګ، نوموړي د چين او روسيې د انرژۍ د شپږم سوداګريز فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ويلی، چې رئيس شي جين پينګ په ځانګړې توګه د مبارکۍ پيغام لېږلی او دغه فورم ته يې په درنه سترګه ګوري. د هغه په وينا، دواړه خواوې بايد د انرژۍ د سوداګرۍ په برخه کې ښې همکارۍ وساتي، د انرژۍ د لويو پروژو ابادۍ ته دې وده ورکړي او د انرژۍ په برخه کې دې همکاريزې اړيکې لاټينګې کړي.