څه باندې ۱۵۰ نړيوالو تصديو په مسلسلو ۷ کلونو کې د چین په نړیوال وارداتي نندارتون کې د ګډون تړونونه لاسليک کړي
CGTN2024/07/25 10:57:25
شريکول:

د چین د ۷م نړیوال وارداتي نندارتون خبري ناسته د جولای په ۲۴مه نېټه ترسره شوه او پکې راغلی، دغه نندارتون مرحله ییز بریالیتوب تر لاسه کړی چې تر اوسه څه باندې ۱۵۰ نړیوالو تصدیو  په مسلسلو ۷ کلونو کې د چین په نړیوال وارداتي نندارتون کې د ګډون تړونونه لاسليک کړي دی.

د چين د نړیوال وارداتي نندارتون ادارې مرستيال سون چنګ های معلومات ورکړي، چې د چین ۷م نړيوال وارداتي نندارتون د تصديو او سوداګرۍ نندارې به په دوامدار ډول د کرنیزو تولیداتو، موټرونو، تخنيکي تجهيزاتو، مصرفي توکو، طبي ماشينونو او خدمتي سوداګرۍ په شمول شپږ عمده برخې ولري.