عرب ليګ د فلسطيني بېلا بېلو ډلو له خوا د بېجينګ اعلاميې د لاسليکېدو هرکلی وکړ
CMG2024/07/25 14:50:41
شريکول:

عرب ليګ د جولای په ۲۴مې نېټې ((د بېلتون د ختمولو او د فلسطيني ملي يووالي د پياوړتيا په پار د بېجينګ اعلاميې)) د لاسليکولو هرکلی وکړ. 

د فلسطين او د اشغال شويو عربي سيمو په اړه د عرب ليک مرستيال سرمنشي سعيد ابو علي په همدې ورځ په يوې بيانيې کې د فلسطيني چارو د ملاتړ په اړه د چين دريځ ستاينه وکړه. هغه وويل، د چين دريځ د دواړو اړخونو تر منځ اړيکو کې موجوده  ژورتيا او ځواکونه څرګندوي.

(ژباړه: شکريه)