په نيپال کې د يوې مسافر وړونکې الوتکې د غوځېدو په پېښه کې ۱۸ کسان وژل شوي
CGTN2024/07/25 10:58:15
شريکول:

د نيپال د ملکي هوانوردۍ ادارې وياند پانډي د جولای په ۲۴مه نېټه ويلي، چې په همدې ورځ يوه مسافر وړونکې الوتکه د نيپال د پلازمېنې کتمندو په تريبهوان نړیوال هوايي ډګر کې غوځېدلې او له امله يې ۱۸ کسان وژل شوي او یو کس ټپي شوی دی.

سرچینې ویلي، اوس دغه هوايي ډګر تړل شوی دی.   

ياده الوتکه د نيپال د سوريا هوايي شرکت ده. په دې الوتکه کې سپاره  ۱۹ کسان ټول د دې شرکت کارکوونکي دي او پکې يوازې پيلوټ   ژوندی  پاتې  دی او روغتون ته لیږل شوی دی.