۲۰۲۳م کال کې په نړۍ کې شاوخوا ۷۳۳ میلیونه خلک له لوږې سره مخ وو
CMG2024/07/25 14:49:56
شريکول:

ملګرو ملتونو د جولای په ۲۴مې نېټې د راپور په خپرولو سره وويل، د لوږې د له منځه وړلو نړيوالې چارې د پرمختګ نه، بلکې د شا تګ په حال کې دي او د خوارځواکۍ کچه د ۱۵ کلونو پخوا په شان ده. په ۲۰۲۳م کال کې په ټولې نړۍ کې نږدې ۷۳۳ ملیون خلک له لوږې سره مخ وو او په هرو ۱۱ کسانو کې یوه کس کافي خواړه نه درلودل.

دغه راپور په دې باور دی چې ناوړه وضعيتونه لکه سیمه ییزې شخړې، اقلیمي بدلون، اقتصادي بحران، د صحي خوړو لوړ لګښت، چاپېریال کې غیر صحي خواړه او نابرابري د خواړو د نه خوندیتوب او خوارځواکۍ د دوام لاملونه دي.

(ژباړه: شکريه)