د لاوس صدراعظم سونکسای سیفادون د چين له خارجه وزير وانګ يي سره وکتل
CMG2024/07/25 19:19:59
شريکول:

د لاوس صدراعظم سونکسای سیفادون د جولای په ۲۵مه نېټه د لاوس په وينتيان کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو له غړي او خارجه وزير وانګ يي سره وکتل.

سونکسای سیفادون وويل، سږ کال د لاوس او چين ترمنځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکاریزې اړیکې د ټينګېدو له ۱۵مې کاليزې سره برابر دی. لاوس غواړي د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا موافقه شوې اجماع تطبيق کړي، له چين سره همکاري او همغږي پياوړې کړي، د دواړو اړخونو د ګډ برخليک ټولنه په ګډه جوړه کړي او خپلمنځي هر اړخيزه عملي همکاري پراخه کړي.

وانګ يي وويل، دواړه خواوې بايد خپلمنځي دوديزې دوستۍ ته دوام ورکړي، د ګډ برخليک ټولنې جوړول بشپړ کړي او د لوړ کيفيت لرونکې همغږي او د لوړې سویې همکاري تر سره کړي.

(ژباړه: شکريه)