شي جين پينګ او اولمپيک
CMG2024/07/25 15:37:29
شريکول:

د ۲۰۲۴م کال د پاريس اولمپيک لوبې به پر ځايي وخت د جولای په ۲۶مه نېټه پرانيستل شي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په مې مياشت کې د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره د ليدنې پرمهال يو بل ته ډالۍ ورکړې، رئيس شي جين پينګ ولسمشر ماکرون ته د بېجينګ د اولمپيک د دوبي او ژمنيو لوبو مشالونه ورکړی او ولسمشر ماکرون هم شي جين پينګ ته د پاريس اولمپيک لوبو مشال ورکړی دی.

رئيس شي جين پينګ ويلي، فرانسه د سپورټ په برخه کې يو غښتلی هېواد دی. هيله ده چې د پاريس اولمپيک لوبې په برياليتوب پای ته ورسېږي. چين به يو لوړ پوړی پلاوی فرانسې ته د پاريس په اولمپيک لوبو کې د کډون لپاره ولېږي.

رئيس شي جين پينګ تل د سپورټ له لارې د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ تګ راتګ هڅولی او تر اوسه پورې يې د اولمپيک چارو د پرمختګ او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره کوښښونه کړي دي.