شي جين پينګ د شيا من هوايي شرکت ټولو کارکوونکو ته ځوابي پيغام ولېږ
CMG2024/07/25 14:51:24
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمیسیون رئیس شي جين پينګ د شيا من هوايي شرکت د جوړېدو د ۴۰مې کاليزې په درشل کې د دغه شرکت ټولو کارکوونکو ته ځوابي پيغام ولېږ او دوی ته يې د زړه له کومي مبارکي وويله او خپله هيله یې هم څرګنده کړه.

شي جين پينګ په پيغام کې لیکلي، چې زه غواړم تاسو په نوې زمانه کې خپل ښه دودونه پرمخ يوسئ، اصلاحاتو او نوښت ته دوام ورکړئ، د رقابت اصلي ځواکونه پياوړي کړئ، د خونديتوب اصلي کرښه ټينګه کړئ، د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د تايوان تنګي د دواړو غاړو تر منځ د تګ راتګ په برخو کې مثبت رول ولوبوئ او د لوړ کیفیت ملکي هوايي چارو د پرمخبيولو لپاره لا زيات خدمتونه ورکړئ.

(ژباړه: شکريه)