د امريکا، بريتانيا او اروپايي ټولنې څارونکو سازمانونو د مصنوعي ځیرکتيا د سيالۍ په اړه ګډه اعلاميه خپره کړې
CGTN2024/07/25 14:30:56
شريکول:

د امريکا، بريتانيا او اروپايي ټولنې څارونکو سازمانونو څو ورځې مخکې يوه ګډه اعلاميه لاسليک کړې، څو د عادلانه سیالۍ له لارې د مصنوعي ځيرکتيا فرصتونه شريک کړي او د عادلانه سيالۍ او د مشتريانو د ساتنې لپاره يې هم ګډ اصول جوړ کړي.

د اروپايي ټولنې کمېټې، د بريتانيا د سيالۍ او بازار ادارې او د امريکا فيډرالي سوداګريزې ټولنې او د امريکا د عدليې وزارت په ګډه سره ياده اعلاميه لاسليک کړې.

 په دې اعلاميه کې راغلي، چې مصنوعي ځیرکتيا په دې وروستيو کلونو کې ډېر پرمختګ موندلی او داسې تخنيکونه به نوې سيالۍ ،فرصتونه،‌ نوښت او کمیت رامنځه کړي. 

اعلامیه وايي، چې ياد څلور څارونکي سازمانونه به د خپل قانون تر لارښوونې لاندې په اړوندو برخو کې مؤثرې سيالۍ خوندي ساتي او په عادلانه او صادقانه ټوګه له  مشتري تصديو سره چلند وکړي.