د چين مېډیا ګروپ په پاریس کې د اولمپيک لوبو په ژوندۍ بڼه د ټېکنالوژۍ د نوښت او پرمختګ راپور خپور کړ
CMG2024/07/26 10:50:49
شريکول:

د چين مېډيا ګروپ د اولمپيک لوبو په ژوندۍ بڼه د ټېکنالوژۍ د نوښت او پرمختګ راپور پر ځايي وخت د جولای په ۲۵مه نېټه په پاريس کې په چيني، انګليسي، فرانسي او نور څو ژبو کې خپور شو.

دغه راپور د چين مېډيا ګروپ د څېړنيز انستيتوت لخوا جوړ شوی. د دغه راپور د چيني ژبې چاپي بڼه ۲۴ زره کليمې لري چې پکې يې د لوړ کيفيت ټېکنالوژي، (5G)، مصنوعي ځیرکتیا، ځانګړو تجهيزاتو، د کلاوډ ټېکنالوژي، مجازي ټېکنالوژي او غږیزه ټېکنالوژۍ په شمول په ۷ برخو کې د چين مېډيا ګروپ د نوښت او پرمختګ پروسه وړاندې شوې، په سيسټماتيک ډول يې د چين مېډيا ګروپ د تخنيک له لارې د اولمپيک په اړه خبرونه ورکړي او په راتلونکې کې د مېډيا تخنيک او سپورټي سيالۍ د ټېکنالوژۍ د لا ادغام او پیوستون په تمه دي.