د چين او روسيې پوځونو د خپلمنځي کلني همکاریز پلان له مخې، د جولای په ۲۵مه نېټه د بېرينګ سمندر په اړوند هوايي قلمرو کې ګډې ستراتيژيکې هوايي ګزمې تر سره کړې.
د چين او روسيې پوځونو له ۲۰۱۹م کال راهيسې دا ۸مه ستراتيژيکه هوايي ګزمه ده چې په بریالیتوب سره اجرا کېږي. دا د دواړو هېوادونو د هوايي پوځونو ترمنځ د همکارۍ کچې ازمویي او غوره والی یې کوي او خپلمنځي ستراتيژيک متقابل باور او همکارۍ یې هم ژورې کړې دي.
دغه ګډ اقدامات هېڅ درېيم لوری خپله موخه او نښه نه ګرځوي، د اړوندو نړيوالو قوانینو او نورمونو سره سمون لري او د اوسني نړيوال او سيمه ييز وضعیت سره هېڅ تړاو نه لري.