د پاريس اولمپيک لوبو په پار د چین مېډيا ګروپ د (8K) خورا روڼ ويډيويي سيګنال سیار سټېشن فعال شوی
CGTN2024/07/26 10:34:32
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د (8K) خورا روڼ او صاف ويډيويي سيګنال د خپرولو سیار سټېشن چې د ۲۰۲۴کال د پاريس اولمپيک لوبو د منعکسولو لپاره ځانګړی شوی دی، د جولای په ۲۵ مه د پاريس په فرانسې لوبغالي کې وازمویل شو او په رسمي توګه ځانګړې کاري ډلې ته وسپارل شو.

دا دويم ځل دی چې د چين مېډيا ګروپ ياد ځانګړی تخنیکي سیار سټېشن له چین بهر د اولمپیک د وېډيويي سيګنال د خپرولو شرکت (OBS)ته تخنيکي خدمات برابروي او لومړی ځل دی، چې د اولمپيک دوبنيو لوبو لپاره د (8K) عامه سيګنال د جوړولو دنده پر غاړه لري.