پنګ چینګهوا به د ايران د ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي
CMG2024/07/26 16:40:24
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جولای په ۲۶مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړی استازی او د ملي ولسي کانګريس دايمي کمېټې مرستيال پنګ چینګهوا به د دې میاشتې په ۳۰مه نېټه د ایران حکومت په بلنه په پلازمېنې تهران کې د ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.