په نوې زمانه کې د چین د اصلاحاتو په ژورتیا سره د نړیوالو فرصتونو په پار د نړیوال ډیالوګ غونډه د چین مېډیا ګروپ په کوربتوب سره د جنوبي افریقا په جوهانسبورګ ښار کې ترسره شوه. د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د نشراتي ادارې مرستیال او د چین مېډیا ګروپ مشر شن های شیونګ دغې غونډې ته ويډيويي وینا وکړه. د جنوبي افریقا د بهرنیو چارو د اسیا او برېکس چارو ځانګړي استازي په انلاین ډول دغه غونډه کې ګډون کړی و.
په جنوبي افریقا کې د چین سفیر وو پنګ، او د جنوبي افریقا د برېکس ټلویزیون مشر په شمول څه باندې ۱۲۰ مېلمنو په دغه غونډه کې برخه درلوده.
په همدې ورځ یاده غونډه په زامبیا کې هم ترسره شوه. د دغه هېواد د عمده رسنیو په شمول څه دپاسه ۸۰ مېلمنو ګډون کړی و.