ترکيې د داعش په تور ۷۲ کسان نیولي
CMG2024/07/26 10:52:30
شريکول:

د ترکيې د کورنيو چارو وزير علي يېليکايا د جولای په ۲۵مه نېټه په ټولنيزو رسنيو کې ويلي، چې د ترکيې پوليسو د دغه هېواد په ۱۳ ولايتونو کې د داعش سره په تړاو ۷۲ شکمن کسان نيولي دي.

نوموړي زياته کړه، پوليسو د دغو عملياتو په ترڅ کې غيرقانوني وسلې، ډېره ترکي لیره او داسې نورې بهرنۍ پیسې او ډيجيټل توکي، ممنوعه خپرونې او اسناد هم تر لاسه کړي دي.

ترکيې په ۲۰۱۳م کال کې داعش يو ترهګر سازمان اعلان کړ.

دغه سازمان په ترکيه کې څو بريدونه کړي او له امله يې لسګونه کسان وژلي او ټپيان شوي دی.

د ترکيې امنيتي ځواکونو په وروستيو کلونو کې په پرله پسې توګه په دننه او بهر د داعش اړوند کسانو باندې بريدونه کړي دي.