د چين د کلتور او سیلانیزو چارو وزارت معين او د تاریخي اثارو ملي ادارې رئیس لي چون له افغانستان څخه ليدنه وکړه
CGTN2024/07/26 18:27:51
شريکول:

د چين د کلتور او سېلانیزو چارو وزارت معين او د تاریخي اثارو ملي ادارې رئیس لي چون د جولای له ۲۳ مې نېټې څخه تر ۲۶ مې نېټې پورې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر په بلنه  له دغه هېواد څخه لیدنه وکړه.

لي چون او د مل پلاوي غړو يې افغانستان ته د دغه سفر پر مهال د دغه هېواد د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، سرپرست خارجه وزير امير خان متقي او د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير خيرالله خيرخواه سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي اثارو د خوندیتوب په برخه کې د همکاريو په اړه خبرې اترې وکړې، دغه راز د مس عینک کان ته د ننوتلو لارې جوړونې د پیل په مراسمو کې يې ګډون هم وکړ او د مس عینک له سیمې، د افغانستان ملي موزيم او یو شمېر نورو لرغونو سیمو څخه يې ليدنه هم وکړه.

د افغانستان چارواکو د لي چون ياد سفر مهم او ارزښتناک بللی او څرګنده کړې یې چې افغانستان غواړي له چين سره په ګډې همکارۍ د مس عينک اړوند سیمې تاریخي اثار خوندي وساتي او د دغه کان د استخراج پروژې د بيا پيل لپاره قوي زمينه برابره کړي، د کلتور او د تاريخي اثارو د ساتلو په برخو کې خپلمنځي همکارۍ پیاوړې کړي او خپلمنځي دوستانه اړيکو ته نوې وده ورکړي.