ولې لویو امریکايي پانګوالو په ډله ییزه توګه چین ته سفر کړي؟
CMG2024/07/26 15:39:09
شريکول:

د چين  کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې له درېيمې عمومي غونډې څخه يوازې څو ورځې وروسته، د فيډېکس (FedEx)، ګولډمن ساجس (Goldman Sachs)، ايپل (Apple)، بوينګ (Boeing) او ميکرون ټېکنالوژي (Micron Technology) په ګډون د امريکايي شرکتونو د مسوولينو لخوا جوړ يو پلاوي له چين څخه ليدنه وکړه. يو شمېر شنونکي وايي چې په دې وخت کې چين ته د يو داسې لوړپوړي پلاوي سفر ښيي، چې نړۍ د ژورو اصلاحاتو په اړه د چين تګلارې د درک او ترې د ګډې ګټې اخيستنې لپاره لېواله ده.

د چين کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې درېيمې عمومي غونډې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون لپاره نوې طرحه جوړه کړه او نړۍ ته يې د لا پرانيستنې د پراخولو هوډ هم څرګند کړ. د امريکايي شرکتونو مسوولين په ښکاره ډول غواړي، چې په لومړي وخت کې د چين د اصلاحاتو د لا ژورتيا نوې فضا احساس کړي او د چين د باکيفيته  پرمختګ نبض درک کړي.

تازه شمېرنې ښيي چې د چين اقتصاد په پرله پسې توګه ښه شوی دی. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې، د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۶۱.۷ ټريليون يوانو ته رسېدلی، چې د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ۵ سلنه زياتوالى ښيي. داسې ګړندی سرعت د يو دومره لوی اقتصاد لپاره خورا نادر دی. نړيوال پولي صندوق په دې وروستيو کې د چين د سږنۍ اقتصادي ودې په اړه خپله وړاندوينه لوړه کړې او په دې يې باور دی چې د چين په استازيتوب نوي رامنځته شوي اسيايي اقتصادونه به لا هم د نړيوالې اقتصادي ودې اصلي انجن پاتې وي. د چين کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې په درېيمې عمومي غونډه کې پر دې ټينګار شوی چې بايد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کلنۍ موخه په ټينګ او کلک ډول پوره او بشپړه شي، دا له چين سره په همکاريزو چارو کې د امريکايي مسوولينو باور لا پياوړی کړی دی.

د نړیوالو چارو ډېرو څارونکو د چين  کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې د درېيمې عمومي غونډې په ترڅ کې د " لوړې کچې پرانيستلو د سيستمونو او ميکانيزمونو د ښه والي" په اړه يوې داسې جملې ته پاملرنه کړې، چې " بايد د نړيوالې همکارۍ د پراخولو په جريان کې د پرانیستې وړتيا د لوړولو لپاره د چين د سترو بازارونو په ګټو متکي شي. "  د اټکل له مخې، د چين د ښاري کېدو سویې له هرې يو سلنې  زياتوالی سره به شاوخوا د ۱۴۰ میليار‌دو امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونه او د ۲۸ ملیارډو ډالرو په ارزښت مصرف رامنځته شي. د منځنۍ سویې عايد لرونکو چينايانو شمېر له هرې يو سلنې زياتوالی سره به د ۱۵۰ ميلياردو ډالرو په ارزښت کلنی مصرف ډېر شي. په چین کې د واحد لوي بازار او د نوي ډول ښاري کېدو پروسې په پرمخبیولو سره به لا زيات کورنۍ تقاضا رامنځته شي. هېڅوک نه غواړي دا ګټور فرصت له لاسه ورکړي.

راځئ چې نړیوالې همکارۍ ته وګورو. د چين کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې په درېيمې عمومي غونډې کې په اشارې سره ویل شوي، چې  چين به د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ له لوړو معيارونو سره د سمون لپاره کوښښونه وکړي، د ملکيت حق ساتنې، چاپېریالي معیارونو، انلاين سوداګرۍ او مالي چارو په شمول ځینو ساحو کې به خپل مقررات له نړيوالو معيارونو سره پیوستون کړي. د امريکايي تصدیو مسئولینو چې دا ځل يې له چين څخه ليدنه کړې، پر دې ټينګار وکړ چې دوی په چين کې پر خپلو پانګونو پوره باور لري او د اقتصاد او سوداګرۍ، پانګونې، زرغون پرمختګ، تعليم او کولتوري چارو په ساحو کې يې له چين سره ژورې همکارۍ ته سترګې په لار کې دي.

خلک د امريکايي مسوولينو له سفر څخه يو مهم ټکی دا هم درک کوي چې چين تل د اړيکو او ځنځير له پرې کولو سره مخالفت او له ګډ پرمختګ يې ملاتړ کوي. دا نه يوازې له اقتصادي قوانینو سره سمون لري، بلکې د امريکايي شرکتونو په ګټه ده. د CNN د تازه راپور له مخې، له دې امله چې د بایډن حکومت د ټرمپ حکومت پر مهال وضع شوې تعرفې وساتلې، امریکایان لاهم د بوټانو او درېشیو په شمول د ژوند اړتیا وړ توکو  لپاره لوړې بیې ورکوي. ترې ښکاري چې د اړيکو او ځنځیر پرې کول به امریکایانو ته هېڅ ګټه ونه رسوي.

د چین  لوی بازار نړۍ ته لوی ګټور فرصت برابروي. د چين پرمختګ کې ډېره ډاډمنتيا موجوده وي چې نړۍ په دې اړه باثباته تمې لري. لکه څنګه چې چيني لوري دا ځل له امريکايي سوداګرو سره  په ليدنه کې ويلي: غواړو چې د برابرۍ او متقابل احترام پر بنسټ له بېلا بېلو خواوو سره تبادلې او تګ راتګ پياوړی کړو، او د عصري کېدو په لار کې به له تاسو سره په ګډه کار وکړو.

ژباړه: شکريه