سفیر جاو شينګ د مس عینک کان پروژې د سرک جوړولو په مراسمو کې ګډون وکړ
CMG2024/07/26 18:27:39
شريکول:

په افغانستان کې د چین سفیر جاو شينګ د جولای په ۲۴مه نېټه د مس عینک کان ته د ننوتلو لارې جوړونې د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ.

د افغانستان د سرپرست حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال، د کانونو او نفتو وزیر او د اطلاعاتو او کلتور وزیر په شمول ځينو مامورینو په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.

ښاغلي جاو شینګ د مس عینک کان ته د ننوتلو لارې د پيل چارو ته مبارکي وویله، هغه وویل چې په دې سره دغې پروژې یو مهم ګام پورته کړی دی. چین غواړي له افغانستان سره د هنري میراث د ښې ساتنې پر بنسټ د کاني سرچینو استخراج وکړي او د مس عینک کان دغه پروژه د دواړو خواوو د پانګونې او همکارۍ یوه نمونه جوړه کړي.

اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا برادر وویل، د مس عینک کان پروژه د افغانستان د بیارغونې او د خلکو ژوند د لا نور ښه والي لپاره ستر اهمیت لري. هیله ده چې اړوند چارې به په عادي توګه ترسره شي او افغانستان به د چیني تصدۍ لپاره خوندي تضمین برابر کړي.