په نوې زمانه کې د چين د اصلاحاتو په ژورتيا سره د نړيوالو فرصتونو په پار د ډيالوګ غونډه د چين مېډيا ګروپ په کوربه توب په دې وروستيو کې په جلا جلا توګه په ايټاليا، المان او فرانسې کې په برياليتوب سره تر سره شوې.
د ايټاليا، المان او فرانسې استازو د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د ۲۰مې عمومي غونډې د نړيوالې اغېزې، د چين او اروپا د تمدنونو ترمنځ تبادلې او د چين د اصلاحاتو په ژورتيا سره د چين او اروپا ترمنځ د همکارۍ پر فرصتونو بحثونه کړي دي.
د ايټاليا د عدليې پخواني وزير او د روم پوهنتون د حقوقو فاکولتې استاد اوليويرو ډيليبرټو ويلي، اوسنۍ نړۍ له ډېرو ننګونو سره مخ ده او د بېلابېلو هېوادونو همکارۍ ته بېړنۍ اړتيا لري. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په سږنۍ عمومي غونډه کې پر دې ټينګار شوی چې د چيني شکله عصري کېدو پروسه له سوله ییز پرمختګ ډک ده، دا مهم اهمیت او ژوره اغېزه لري.