د امریکې د سوداګرۍ وزارت د جولای په ۲۵مه نېټه ابتدايي شمېرې خپرې کړې چې له مخې یې د سږ کال په دوهمه ربعه کې د امریکا د کورني تولید ارزښت یا (GDP) ۲.۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
شمېرې ښيي، په دوهمه ربعه کې د امریکې په خصوصي سکتور کې پانګونې او د خلکو مصرفي لګښت زیات شوی، خو دغه برخه زیاتوالی په غیرمعقوله شتمنۍ کې د پانګونې ټيټېدو له امله لرې شوی.
دغه ارقام او شمېرې دا هم ښيي چې په دوهمه ربعه کې د توکو او خدماتي چارو صادراتو د کمښت له امله په اقتصادي وده کې ۰.۷۲سلنه کموالی راغلی دی.