په افغانستان کې د چین سفير جاو شينګ د چين او افغانستان د جلغوزيو د همکارۍ تړون د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ
CRI2024/07/26 15:31:29
شريکول:

د چين د سونګ ګوان شرکت (Pinecrown) او د افغانستان د بلواوشن ګروپ (Blue Ocean Sight Group) د جولای په ۱۳مه نېټه دجلغوزيو توليد د همکارۍ تړون د لاسليک مراسم ترسره کړل. پهافغانستان کې د چين سفير جاو شينګ په دې مراسمو کې ګډونوکړ.

جاو شينګ په خپله وينا کې وويل، د چين او افغانستان دوستي اوږدتاريخ لري. دواړه هیوادونه له لرغونې زمانې راهيسې ښه ګاونډيان،وروڼه او ملګري دي. یادې دواړه تصدۍ به د جلغوزیو د چمتو کولو په برخه کې اغېزمنې همکارۍ وکړي، په دې بهیر کې به د چينپرمختللې تکنالوژۍ او اتوماتیک ماشينونه وکارول شي، تر څو دافغانستان کرکیلې ټکنالوژۍ سویې او د کرنيزو تولیداتو کيفيت لوړ شي، په دې سره به د افغانستان کرهنیزې چارې په نږدې وخت کې عصري شي او ځايي خلکو ته به زیاتې ګتې ورسول شي.

د همکاریز تړون له مخې، د چین د سونګ ګوان شرکت به سږ کال په کابل کې د جلغوزو د چمتو کوونکې فابریکې د جوړولو لپاره ۱۵میلیونه ینه پانګونه وکړي چې تولیدي توان یې۵۰۰ ټنه دی. راتلونکی کال به پانګونه یې ۸۰ میلیونه ینو ته ورسېږي، تولیدي توان به یې۲۰۰۰ ټنو ته لوړ شي او د تولیداتو ارزښت به یې ۱ ملیارډ ینو ته ورسېږي.