د چین میډیا ګروپ په کوربه توب د جولای په ۲۶مه نېټه په مصر، الجزایر او عربي متحده اماراتو کې په نوې زمانه کې د چین اصلاحاتو د ژورتیا له امله د نړیوالو فرصتونو پيدا کېدو په اړه ډیالوګ تر سره شو.
د منځني ختیځ د یو شمېر هېوادونو جګپوړو مامورینو، کارپوهانو او د ځوانانو استازو له چیني مېلمنو سره د کمربند او لارې د باکیفیته جوړونې، د چین او منځني ختیځ د تخنیکي همکارۍ او د چین د اصلاحاتو په ژورتیا سره نړۍ ته د رسول شویو ګټورو فرصتونو په هکله د نظریو تبادلې کړې دي.