په عراق کې د امریکا هوايي پوځي اډه له برید سره مخ شوه
CMG2024/07/27 11:10:57
شريکول:

د عراق  رسنیزې سرچینې د جولای په ۲۶مه نېټه وویل، په دې هېواد کې د امریکې د الاساد هوايي پوځي اډه د جولای د ۲۵مې نېټې په شپه د څلورو راکټي بمونو  له برید سره مخ شوه خو چا ته پکې مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

تر اوسه هېڅ سازمان د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.