د چين او اسيان د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه په وينتيان کې تر سره شوه
CMG2024/07/27 11:04:59
شريکول:

د چین او اسیان د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه د جولای په ۲۶مه نېټه د لاوس په وينټيان کې تر سره شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د چين او اسيان ترمنځ د اړيکو د همغږي کوونکو هېوادونو له استازو سره په ګډه د دې غونډې مشري وکړه او د اسيان د بېلا بېلو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د اسيان عمومي منشي پکې ګډون کړی و.

وانګ يي وويل چې روان کال په سوله کې د ګډ ژوند د پنځو اصولو د خپرېدو له اويايمې کليزې سره برابر دی. تېره مياشت مو په بېجينګ کې د دې کليزې په مناسبت يادغونډه کې برخه اخيستې وه. رئيس شي جين پينګ يوه مهمه وينا کړې او پر دې يې ټينګار کړی چې په سوله کې د ګډ ژوند پنځه اصول نن لاهم قوي حياتي ځواک ښودلی او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ مفکوره په نوې زمانه کې د دې اصولو تر ټولو ښه څرګندوی ده.

هغه زياته کړې چې له وروستيو کلونو راهيسې چين او اسيان د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او ښې لاسته راوړنې يې درلودلې چې د دواړو خواوو دوه میليونو خلکو ته يې ګټې رسولې او ګډ پرمختګ يې موندلی دی . د چين کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېيمې عمومي غونډې د چيني شکله عصري کېدو او په هر اړخيزه توګه د اصلاحاتو د لا ژورتیا په هکله چارې ترتيب کړې دي.

وانګ يي په دې يادغونډه کې د جنوبي سمندرګي په هکله د چين اصول او دريځ هم بيان کړل.