د بېجینګ مرکزي‌محور نومې سیمه د نړیوالو لرغونو میراثونو په لېست کې شامله شوه
CMG2024/07/27 15:46:47
شريکول:

د ملګرو ملتونو د یونیسکو سازمان د جولای په ۲۷مه نېټه  د نړیوالو لرغونو میراثونو په ۴۶مه غونډه کې پرېکړه وکړه چې د بېجینګ مرکزي ‌محور نومې سیمه د نړیوالو لرغونو میراثونو په لېست کې شامله کړي.

د بېجینګ دغه سیمه ۷،۸ کیلومتره اوږدالی لري او پکې د تیان ان من ډګر او امپراطورۍ ماڼۍ په شمول یو لړ لرغونې ودانۍ شته دي.