د چین د دولت مرستیال رئیس هان جنګ د جولای په ۲۶مه نېټه د رئیس شي جين پينګ د ځانګړي استازي په توګه د پاریس په یلیسي ماڼۍ کې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره خبرې اترې وکړې.
ښاغلي هان جنګ مکرون او د ده مېرمنې ته يې د رئیس شي جين پینګ او د هغه د مېرمنې پنګ لي یوان سلامونه وړاندې وکړل او د پاریس اولمپيک لوبو د بریالیتوب په اړه یې نیکې هیلې وښودلې. هغه وویل د روان کال په مې میاشت کې رئیس شي جین پينګ له فرانسې څخه بریالۍ رسمي لیدنه کړې چې د چین او اروپا د اړیکو د سالم پرمختګ او د نړۍ د سولې او ثبات لپاره مهم اهمیت لري.
هان جنګ د همدې ورځې په شپه کې د پاریس اولمپيک لوبو د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی و.