"په نوې زمانه کې د چين د اصلاحاتو په ژورتيا سره د نړيوالو فرصتونو" ډيالوګ په لاوس، سريلانکا او اندونيزيا کې تر سره شو
CMG2024/07/27 11:06:22
شريکول:

د چين مېډيا ګروپ په دې وروستيو کې په لاوس، سريلانکا او اندونيزيا کې "په نوې زمانه کې د چين د اصلاحاتو په ژورتيا سره د نړيوالو فرصتونو" تر عنوان لاندې ډيالوګ تر سره کړ.

د سريلانکا د کمونېست ګوند عمومي منشي ويراسينګهی جيګيناګار او د لاوس د ځوانانو ليګ د مرکزي کمېټې مرستيال منشي تونګچان بهوميپان په ګډون سياسي شخصيتونو، علمي کارپوهانو او د ځوانانو استازو پر اسيايي هېوادونو د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې د درېيمې عمومي غونډې د ژورې اغېزې او د چين د اصلاحاتو په هراړخيزې ژورتياسره د نړيوالو فرصتونو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړې.