د اولمپیک د ۳۳مې دورې دوبنۍ لوبې په پاریس کې پرانیستل شوې
CMG2024/07/27 10:55:15
شريکول:

 د اولمپیک ۳۳مې دوبنۍ لوبې د جولای په ۲۶مه نېټه د فرانسې په پاریس کې پیل شوې.

د چين په پلاوي کې د ۴۰۵ ورزشکارانو په ګډون ۷۱۶ کسان شامل دي چې د ۳۰ پروګرامونو په ۲۳۶ سياليو کې به ګډون وکړي.

د اولمپيک د نړيوالې کمېټې مشر توماس باخ د پرانیستې په مراسمو کې وينا وکړه او د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د ٣٣مې دورې د اولمپيک لوبو د پرانيستلو اعلان وکړ.

په دې اولمپیک لوبو کې به د ۲۰۰ هېوادونو او سیمو او د کډوالو پلاویو ۱۰۵۰۰ ورزشکاران په ۳۲۹ لوبو کې سیالۍ وکړي او د ګډون کوونکو ورزشکارانو کې د نارینه او ښځو تناسب  پر لومړي ځل ۱:۱ ته رسېږي.