بېجینګ: په غزه کې د اوربند خبرو اترو ته باید محدوده موده وټاکل شي
CMG2024/07/27 11:09:06
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو څونګ د جولای په ۲۶مه د فلسطین او اسرائیل مسئلې په هکله د امنیت شورا غونډې ته وویل، په غزه تړانګه کې د اوربند خبرو اترو ته باید محدوده موده وټاکل شي، د ځايي وګړو ژوند ژغورنه او بشري ناورین مخنیوی باید ونه ځنډول شي.

نوموړي وویل، په غزه کې روانې شخړې څه باندې ۹ میاشتې وغځېدې او له امله یې بې ساری بشري ناورین رامنځته شوی.

چین له اسرائیل غواړي چې په غزه کې ټول پوځي عملیات سمدلاسه پای ته ورسوي، له امنیت شورا ملاتړ کوي چې د اړوندې پرېکړې د تطبیق لپاره اړین اقدامات غوره کوي.