پرانيستي چين نړۍ ته څه راوړي دي؟
CMG2024/07/27 11:33:35
شريکول:

په وروستيو کې د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېيمه عمومي غونډه تر سره شوه او په دې غونډه کې پر دې ټينګار شوی چې چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پر بنسټيزې تګلارې ټينګار لري او د نړیوالې همکارۍ د پراخوالي له لارې به د ورخلاصون توان پياوړی کړي. دا بې له شکه ده چې ورخلاصون د چيني شکله عصري کېدو څرګنده نښه ده. د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې په غوره کېدو سره د چين په ګوټ ګوټ کې پرمختيایي لاسته راوړنې ليدلی شو.

زه د روان کال د مې په پای کې د افغاني رسنیو پلاوي له نورو غړو سره يو ځای چين ته تللی وم او هلته مې خوشاله شېبې تېرې کړې. په لومړي تمځای سره مو شينجيانګ ته سفر وکړ او د دې سیمې له اروموچۍ او کاشغر څخه يې ليدنه وکړه. موږ د دوی موزيم، تصدیو او بازارونو ته داخل شوو او په خپله مو ولیدل چې د شينجيانګ د عصري کېدو لاسته راوړنې ډېرې دي. د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمه له افغانستان سره ګډه پوله لري. خو دا زموږ له اټکل څخه وتلې چې د پولې په بله غاړه کې خلک دومره نېکمرغه او پرمختللی ژوند کوي. کله چې په ځایي سيمه کې مو د موټر له اټوماتیک توليدي ورکشاپ څخه ليدنه وکړه، پر دې حیران شو چې پکې هېڅ کارکوونکي نشته او يوازې د ماشين او روباټ په وسيله توليدي دنده تر سره کېدله. نو ما هم په همدې مهال په ورکشاپ کې داسې فکر کاوه چې د درېيمې نړۍ هېوادونه لکه افغانستان بايد له چين هېواد څخه ښه انګېزه واخلي چې دوی څنګه کولی شي د چين په څېر يو په ځان بسیا دومره پرمختللی هېواد ولري. بل دا چې په بېجینګ کې ډېرې دنګې ودانۍ ولاړې دي او خلکو ته بشپړ بنسټيز تأسيسات  برابر شوي دي. ښاري چارې هم په منظمه توګه روانې دي چې همدا را باندې ژوره خاطره پرې اېښې ده. د چین پرمختګ نورو هېوادونو ته دا احساس پيدا کوي چې څنګه کلک هوډ ولري او هر ناممکن کار ممکن کړي. زما په اند د چین همدا ډول پرمختګ د ورخلاصون له پلي کولو سره نژدې اړیکې لري. چين هم کولی شي چې ګاونډيو هېوادونو ته همدغه پرمختیایي او اقتصادي فکرونه انتقال کړي څو هغوی هم ترې برخمن شي.

دا رښتيا ده چې د چين پرمختګ  پر خپل سم سياست غوره کولو سره تړاو لري. دا چې د چين سیاست پر اقتصاد متمرکز دی او غواړي چې له هر هېواد سره په اقتصادي برخه کې پراخې اړيکې ولري. نو ځکه دغه ډول سياست له نورو هېوادونو سره د ګډې همکارۍ لپاره ډېره ښه زمينه برابره کړې ده. موږ دغه شمېرنه ګورو چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين  د بهرنۍ سوداګرۍ صادراتي او وارداتي ارزښت ۲۱۱۷۰ میليارده يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه يو زیات شوی دی. دا ښکاري چې که څه هم نړیوال اقتصاد د بې ثباتۍ عواملو سره مخ دی، خو چين لاهم  په ټينګ هوډ سره له نورو هېوادونو سره سوداګریز تګ راتګ کړی او کوي يې او ورسره يې لازیاتې پرمختيایي ګټې او فرصتونه شریک کړي دي.

چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې په رڼا کې نه يوازې ځاني پرمختګ موندلی، بلکې د همکاریو له لارې له نورو هېوادونو سره د ګډو برياليتوبونو تر لاسه کول غواړي. د چین پرمختګ هم د نړۍ لپاره ډېر ستر فرصت دی. مهمه خبره دا ده چې په وروستيو کلونو کې چین ته د افغانانو تګ راتګ زيات شوی او دا ډېر ښه اقدام دی چې افغانان د چين هېواد په مختلفو ښارونو کې د چين له پرمختګونو خبر شي، معلومات پيدا کړي او طرحې هم راوړي او په اقتصادي برخه کې د ګډې همکارۍ لپاره زمينه هم برابره کړي. په وروستیو کې مو همدغه څو بېلګې هم وړاندې کړې چې یو يې د مس عينک کان د استخراج په برخه کې د عملي کار پیل دی او بل يې د چينایي شرکت له خوا هم د جلغوزیو او هم د پمبې په برخه کې له افغانستان سره سوداګري کول دي. دغه بېلګې د دی څرګندويي کوي چې د ورخلاصون پراخوالی د چين  ګاونډیو ته همدغه سوداګريز همکاريز فرصتونه رامنځته کړي دي. نو زه هم باور لرم چې په نژدې راتلونکې کې د چين د ورخلاصون په هر اړخیزې ژورتيا سره دوه اړخيزې همکارۍ خامخا لا پياوړې شي.