د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو د جولای په ۲۵مه د سیلابونو له امله اوښتو زیانونو ته د رسېدګۍ او له ناورین ځپلو وګړیو سره د مرستې په هکله یوه غونډه وکړه.
په دغه غونډه کې ویل شوي، سږ کال د چین په ډېرو سیمو کې د اوږد وخت لپاره سخت اورښتونه رامنځته شوي او په یو شمېر ځایونو کې پرله پسې سیلابونه راوتلي چې له امله يې اوښتو زیانونو ته د رسيدګۍ کارونه ډېر سخت کړي دي.
په دغه غونډه کې پر دې ټینګار شوی چې باید د خلکو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړل شي او د ناورین وړاندوینه دې نوره پياوړې شي چې تر ممکنه حده پورې د خلکو مرګ ژوبله کمه شي.