د چين د دولت د رئیس مرستیال او ځانګړي استازي هان جنګ د جولای په ۲۷مه نېټه په پاريس کې د اولمپیک د نړېوالې کمېټې له رئیس توماس باخ سره وکتل.
هان جنګ لومړی باخ ته د رئیس شي جين پینګ سلامونه او نیکې پېرزوينې وړاندې کړې او ويلي يې دي چې د پاريس د اولمپیک لوبو د پيل مراسم په زړه پورې و، چين په دې مناسبت ده ته مبارکي وايي. هغه زياته کړه چې د اوسني نړیوا حالت پر وړاندې بايد د اولمپيک روحيه وهڅوو او د اولمپيک روانې لوبې ډېر اهمیت لري. ده وويل چې په راتلونکي کال کې به د چين په کوربه توب د اسيا ژمنۍ سپورټي لوبې تر سره شي، نو چین غواړي چې له يادې کمېټې سره لوړه سویه لرونکې او دوستانه همکاریو ته ادامه ورکړي.
باخ په دې کتنه کې باور ښودلی چې د چين سپورتي پلاوی به د پاريس د اولمپيک لوبو لپاره مهم خدمتونه وکړي.