د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۲۷مه نېټه د لاوس په وينټيان کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن سره وکتل. دواړو خواوو د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو په هکله د نظريو تبادلې وکړې او توافق ته رسيدلي چې د بېلا بېلې کچې تماس نيولو ته ادامه ورکړي او په سانفرانسيسکو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا تر لاسه شوې ګډې نظريې پلې کړي.
هغه زياته کړې چې د دوه اړخيزو اړيکو پر وړاندې موجودې ننګونې او چلنجونه د ډېرېدو په حال کې دي ، نو دواړه خواوې دې خپل سم لوري وټاکي، ننګونې دې کنترول کړي، د نظر اختلافونه دې حل کړي او خپلمنځي همکاریو ته دې پرمختګ ورکړي.
بلينکن وويل چې امريکا له چين سره د اړيکو د ثابتېدو لپاره هڅې کوي او د يو چین د پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوي او تمه لري چې له چين سره تماس وساتي، د نشه يي توکو د مخنيوي او د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ په برخو کې دوه اړخيزو همکاریو ته دوام ورکړي. د دې ترڅنګ، امريکايي لوری غواړي چې د دواړو خواوو ترمنځ د نظر اختلافونه کنترول کړي.
دواړو خواوو د غزې د وضعيت، د کوريا ټاپووزمې د حالاتو او د ميانمار د مسئلې په هکله د نظريو تبادلې هم وکړې.