وانګ يي د جنوبي سمندرګي په هکله د چين دريځ بيان کړ
CMG2024/07/28 10:30:35
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۲۷مه نېټه د لاوس په وينټيان کې د خنیځې اسيا د همکارۍ په تړاو د اړوندو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د يو لړ غونډو په بهیر کې د جنوبي سمندرګي په هکله د چين دريځ بيان کړ.

هغه په خپلو خبرو کې ويلي چې چين د جنوبي سمندرګي د خاورو د ملي حاکميت او سمندري حقونو په برخو کې پوره تاريخي او قانوني دلایل او سندونه لري. له شاوخوا هېوادونو سره د دوستۍ او سيمه ييزې همکارۍ لا پياوړتيا ته په کتو سره چين د اسيان له هېوادونو سره ((د جنوبي سمندرګي په تړاو د بېلا بېلو خواوو د عمل اعلاميه ))لاسلیکه کړه، د دې اعلاميې په پلي کولو يې ټينګار کړی او هم يې د خبرو اترو او مشورو له لارې د اړوندو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو پر حل وفصل ټينګار کړی دی. چين او د اسيان هېوادونو له خوا د جنوبي سمندرګي په اړه د منل شویو اصولو عملي کېدو په هکله سلا مشوره کړې، په سمندري سيمو کې یې خپلمنځي همکاري کړې او په ګډه يې د دې سيمې د ثبات د ساتلو لپاره هڅې کړې او کوي يې. د سيمې هېوادونه هم دا وړتيا لري چې د جنوبي سمدرګي په تړاو ستونزې او مسئلې حل کړي.