(په نوې زمانه کې د چین په ژورو اصلاحاتو کې نغښتي نړیوال فرصتونه) تر نامه لاندې د سي جي ټې ان په کوربتوب د جولای میاشتې په ۲۸ نېټه ځانګړی ډيالوګ په بریالیتوب سره ترسره شو. په دغه ځانګړي ډيالوګ کې د افغانستان بېلابېلو مشهورو کسانو برخه اخیستې وه او د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې د مرکزي کميټې د درېيمې عمومي غونډې په هکله یې بحث او د نظر تبادلې ترسره کړې. دوی په خپلو خبرو کې وویل، چې چین په اوسني وخت کې نړۍ ته ډير فرصتونه برابر کړي او د ټولې نړۍ لپاره یې خپلې دروازې خلاصې کړې دي.