د چین دولت رئیس شي جین پينګ د جولای په ۲۹مه نېټه په بېجينګ کې د ایټاليا له صدراعظمې جیورجیا میلوني سره وکتل.
شي جين پينګ له ميلوني سره د لیدنې په وخت کې پر دې ټینګار وکړ چې د چين او ايټاليا ترمنځ د اړيکو سالم او ثابت پرمختګ د دواړو هېوادونو او خلکو له ګډو ګټو سره سمون لري. که څه هم اوسنی نړيوال حالت په پرله پسې توګه د بدلون په حال کې دی، خو د چين او ايټاليا د اړيکو د پرمختګ لپاره د چين ليوالتيا او د متقابلو گټو پر بنسټ د چين او ايټاليا ترمنځ همکاري نه ده بدله شوې او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي هم نه ده بدله شوې. دواړه خواوې دې د دوستانه تگ راتگ دود ته دوام ورکړي او د يو بل له خوا غوره شوې پرمختيايي لارې درک او درناوي ته يې دوام ورکړي.
ميلوني په خپلو خبرو کې وويل، ايټاليا د چين نړيوال مقام او رول ته په دېره درنه سترګه ګوري او غواړي د ورېښمو د لرغونې لارې روحیه خپره کړي، له چين سره لانږدې او لوړې کچې همکاریزې اړیکې وساتي، د ايټاليا او چين د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړیکو نوی فصل پرانيزي او د نړیوالې سولې او پرمختګ لپاره نوي خدمتونه وکړي. ايټاليا د يو چين پر پېژندنې تينګار ته ژمنه ده او هيله لري چې له چين سره خبرې اترېزیاتې کړي او همکارۍ پياوړې کړي تر څو لازيات پټ ځواک ومومي.
دواړو هېوادونو له ۲۰۲۴م کال څخه تر ۲۰۲۷م کال پورې د چین او ایټالیا د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاریزو اړیکو د پياوړتيا په اړه د عمل پلان خپور کړ.