د ماليزيا د صدراعظم ماڼۍ د جولای په ۲۸مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، ماليزيا د بريکس هېوادونو په همکاريز ميکانيزم کې د شاملېدو په پار نوبتي رئيسه هېواد روسيې ته پيغام لېږلی.
له دې یوه ورځ مخکې، د ماليزيا صدراعظم انوار بین ابراهيم د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سیرګي لاوروف سره په لیدنه کې ويلي، چې هېواد يې غواړي د بريکس هېوادونو په همکاريز ميکانيزم کې ګډون وکړي.