د لبنان صدراعظم د دغه هېواد په جنوب کې د هر اړخيز اوربند غوښتنه وکړه
CMG2024/07/29 10:57:42
شريکول:

د لبنان سرپرست لومړي وزیر نجیب میقاتي د جولای په ۲۸مې نېټې د جګړې له ښکيلو خواوو څخه غوښتنه کړې چې د هېواد په جنوب کې په هر اړخيزه توګه اوربند وکړي او د اوسني وضعيت د خرابوالي مخه ونيسي.

د لبنان د صدارت دفتر په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي چې حکومت يې د عامو وګړو په مقابل کې د زورزياتي هر ډول کړنې غندي او په دې اند دی چې په ټولو جنګي جبهو کې دايمي اوربند د تلفاتو او د اوسني وضعيت د خرابېدو د مخنيوي يوزینۍ ښه لاره چاره ده.