د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۲۹مه نېټه په بېجينګ کې له چين څخه د ختيځ تيمور د ولسمشر جوسي مانويل راموس هورتا د لیدنې په پار د هرکلي مراسم تر سره کړل او ورسره یې خبرې اترې کړې دي.
شي جين پينګ له ولسمشر هورتا سره د ليدنې په اړه خوشالي څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې دا د دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو له جوړېدو راهيسې چين ته د ختيځ تيمور د ولسمشر لومړی رسمي سفر دی او د هغه په وينا، دا مهم تاريخي ارزښت لري. هغه غواړي له هورتا سره يو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره نوی پلان جوړ کړي، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.
هورتا له شي جين پينګ څخه مننه څرګنده کړې، چې له چين څخه د ليدنې په پار يې توده بلنه ورکړې.