د چين او جنوبي اسيا په اتم نندارتون کې د پانګونې او همکارۍ د قرردادونو عمومي ارزښت له لس ميليارډو يوانو څخه اوښتی دی
CMG2024/07/29 11:07:57
شريکول:

د چين او جنوبي اسيا اتم نندارتون چې شپږ ورځې يې دوام درلود، د جولای په ۲۸مه نېټه د چين د یون نان ولايت په کون مينګ ښار کې پای ته ورسېد. د نندارتون د اجرائيوي کمېټې د معلوماتو له مخې، د نندارتون په موده کې د پانګونې او همکارۍ عمومي ارزښت له لس ميليارډو يوانو څخه اوښتی چې د روانې میاشتې تر ۲۷مې نېټې پورې د کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ په تړاو د قرردادونو عمومي ارزښت له اته ميليارډو يوانو څخه زيات شوی او انلاېن او حضوري سوداګریز ارزښت له پنځه سوه میليونو يوانو څخه اوښتی دی.

د خبر له مخې، په دې نندارتون کې د ۸۲ هېوادونو، سیمو او نړيوالو سازمانونو څه باندې دوه زرو تصديو او شرکتونو ګډون کړی چې شاوخوا نيمه برخه يې بهرنۍ تصدۍ جوړوي.