د فلسطین مختلفو ډلو څو ورځې مخکې په بېجینګ کې د خپلمنځي جوړجاړي خبرې اترې وکړې او دې کار د ایراني، عربي او لوېديځو هېوادونو د رسنیو پراخې پاملرنې راجلب کړې دي.
دا چې بېجینګ د فلسطین سیاسي ډلو لپاره ډيالوګ ډګر برابر کړی، د ځینو لوېديځو رسنیو له تعصب ډکې خپرونې کړې دي. ځينو لوېديځو رسنیو پر چین تور لګولی چې د اقتدار په خيال او هوس سره يې دغه هلې ځلې کړې او غواړي چې په منځني ختيځ کې د واشنګټن اغېزې کمې کړي.
دا د لوېديځو رسنیو دایمي عادت دی چې همیشه منځني ختيځ کې د سولې راوستلو اړه د چين دريځ او لايحې ته په دغه جغرافيه کې د سياسي مقابلې په سترګه ګوري. له دې کاره يې داسې نتیجه رامنځته شوې چې کله چین د منځني ختیځ په اړه د سولې پیغام وړاندې کړی، لوېدیځو رسنیو سمدلاسه پر چین تور لګولی چې عملي تدبیرونه نه نیسي. اوس چین فعالې هلې ځلې غوره کړې، لا هم د دوی له نیوکې سره مخ دی.
په حقیقت کې چین تل دا نظر لري چې د فلسطین په دننه کې جوړجاړي د منځني ختیځ د سولې د عملي کېدو لپاره کلیدي ګام دی. که د فلسطین په داخل کې یووالی را نشي، نو د فلسطین او اسرائیل ترمنځ سوله ییزې اترې اترې نه شي پيل کېدای.
د چین د دولت رئیس شي جين پينګ په تېره مې میاشت کې په بېجینګ کې د چین او عربي هېوادونو د همکاریز فورم د وزیرانو لسمې غونډې د پيل مراسمو ته ویلي، جګړه په دایمي توګه نه شي غځېدلی او د دوو هېوادونو د جوړیدو لایحه په خپل سر نه بدلېږي.
د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د سولې او د فلسطین په داخل کې د جوړجاړي په هکله د چین کوښښونه دایمي او ټينګ دي. په تېر اپریل کې د فلسطین فتح او حماس دواړو لویو سیاسي ډلو په بېجینګ کې ډيالوګ کړی او مهمې موافقې یې کړې. د روانې میاشتې له ۲۱مې څخه تې ۲۳مې نېټې پورې د فلسطین ۱۴ سیاسي ډلو په بېجینګ کې د خپلمنځي یووالی او جوړجاړي د عملي کولو لپاره ډيالوګ کړی او د بېجینګ اعلامیه یې لاسلیک کړې ده.
چین د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د سولې په اړه څرګنده او عاقلانه لایحه غوره کړې. د یادولو وړ ده چې چین د نړیوالو چارو د چلند لپاره تل پر خپلو اصولو ټینګار کړی او پکې مهم اصل دا دی چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې هېڅ لاسوهنه نه کوي. نو د فلسطین او اسرائیل مسئلې په اړه تل عادلانه دريځ غوره کوي او د تاریخ له ازموینو څخه تېر شوی او د منځني ختیځ د مختلفو خواوو باور یې تر لاسه کړی دی.
د فلسطین ۱۴ سیاسي ډلو د بېجینګ په بلنه دلته ډيالوګ کړی او اجماع ته رسیدلې، دا چې د دوی په اند، بېجینګ تل د فلسطین له ملي چارو ملاتړ کړی او کوي یې، د فلسطینیانو د باور وړ ملګری دی. د فلسطین ۱۴ سیاسي ډلو په بریالیتوب سره په بېجینګ کې خبرې اترې کړې، دا په منځني ختیځ کې د نړیوال امنیت تړون د عملي کېدو یوه بریالۍ نمونه ده، له دې ښکاري چې د چین لخوا وړاندې شوې د امنیت نوې نظریې د نړیوالې سولې له اړتیا سره سمون لري.
د بېجینګ اعلامیه د دیالوګ یو مرحله ییز بریالیتوب دی او د فلسطین او اسرائیل د سولې لپاره یو نوی پیل دی. د فلسطین مختلفو ډلو موافقه کړې چې ډله ییز میکانیزم جوړ کړي او د یادې اعلامیې بېلا بېلې مادې پوره پلې کړي. چین به د منځګړي په توګه په دې بهیر کې تر وسې پورې کوښښونه ترسره کړي تر څو د فلسطین سیاسي ډلې د یووالي او پياوړي کولو نوې پروسه پيل کړي.