د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو د جولای په ۳۰مه نېټه یوه غونډه ترسره کړه چې ګډونوالو د اوسني اقتصادي وضعیت څېړنه وکړه او د سږ کال د دوهمې نیمايي لپاره يې اقتصادي کارونه ترتیب کړل. عمومي منشي شي جين پينګ د دې غونډې مشري وکړه.
په دغه غونډه کې ويل شوي، سږ کال د یادې مرکزي کمېټې تر لارښوونې لاندې مختلفو سیمو او ارګانونو له ستونزو سره سره د اصلاحاتو او ورخلاصون کارونه ژور کړي، عمومي کنټرول یې پياوړی کړی او اقتصادي چلند په عمومي توګه په ثابت ډول اباد شوی دی. دا چې اوس د بهرني چاپېریال له امله منفي اغېزې د زیاتېدو په حال کې دي او کورنۍ اړتياوې کمې دي، ټول د چین د اقتصاد د پرمختګ او د جوړښت بدلون په پروسه کې رامنځته شوې ستونزې دي. چین باید له دغو ستونزو سره فعاله مقابله وکړي او د پرمختګ اعتماد دې ټينګ کړي چې اقتصاد روښانه راتلونکی ومومي.