د چین میډیا ګروپ خبریال څو ورځې مخکې د وانواتو له صدراعظم شارلو سالوی سره ځانګړې مرکه وکړه.
سالوی وویل، دا چین ته د هغه دویم سفر دی او و یې لیدل چې په چین کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. د چین د ښاري کېدو بهیر هغه ته ژوره خاطره وربښلې ده. چین د کلتور د ساتنې او خپرېدا په برخه کې ډېرې هڅې کړې او په عین وخت کې یې د کلتوري او هنري نوښت په ساحه کې هم کوښښونه کړي دي. هغه د چین لخوا له تر لاسه شویو بریالیتوبونو اغېزمن شوی، په تېره بیا د بنسټیزو تاسیساتو جوړونه او د طبیعت او چاپېریال ساتنه یې ټول لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي.
ښاغلي سالوی دغه راز وویل چې د چین د پرمختګ تجربې د وانواتو لپاره ستر اهمیت لري، وانواتو په ډېرې زده کړې ترې وکړي.