د اسرائيل صدر اعظم بنجېمين نيتانياهو د دغه هېواد پر شمال د سختو بريدونو له امله له ټاکلي وخت مخکې امريکا ته خپل سفر پای ته ورساوه او د جولای په ۲۷مه نېټه بېرته اسرائيل ته راستون شوی دی. دا د تېر کال د اکتوبر په ۷مه نېټه د د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د روانې شخړې له پيلېدو راهيسې امريکا ته د نيتانياهو لومړی سفر و چې په ترڅ کې يې د ډيموکراټ ګوند او جمهوري غوښتونکو له مشرانو سره کتلي دي.
سياسي شنوونکي دې ته اشاره کوي چې د نيتانياهو د دغه سفر موخه له فلسطين سره په خپلې شخړې کې له خپل ځان څخه د امريکا ملاتړ ترلاسه کول دي. اوس مهال که څه هم د جوبايډن حکومت تر کورنيو او بهرنيو فشارونو لاندې له اسرائيل څخه په غزې کې د اوربند تړون د رامنځته کولو غوښتنه کړې، خو د امريکا د دواړو ګوندونو لپاره دا شونتيا نشته چې د فلسطين او اسرائيل په مسئله کې له اسرائيل څخه د ملاتړ په اړه خپل دريځ بدل کړي. تر اوسه ډېر ستونزمن کار دی چې د غزې په تړانګه کې اوربند وشي، نورو سیمو ته د غزې ترينګلو حالاتو د پراخېدو خطرونه ورځ تر بلې مخ په زياتېدو دي او وسله والې شخړې ممکن پر له پسې سختې شي.
د اسرائيل صدر اعظم بنجېمين نيتانياهو د جولای په ۲۲مه نېټه د امريکا پلازمېنې واشينګټن ته رسېدلی دی. هغه د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه د امريکا د استازيو او سنا دوو مجلسونو يوې ګډې غونډې ته ويلي، امريکا او اسرائيل بايد سره يو ځای ولاړ دي. د اسرائيل دښمنان د امريکا دښمنان دي، د اسرائيل جګړه د امريکا جګړه ده او د اسرائيل برياليتوب د امريکا کاميابي ده.
د سياسي شنونکو په اند، د نيتانياهو د يادو څرګندونو موخه دا ده چې امريکا له اسرائيل سره لا زياتې مرستې وکړي څو په غزه کې د خپلو پوځي عملياتو په اثر پر اسرائيل کورني او بهرني فشارونه کم شي. د بيت المقدس د هيبرو پوهنتون د نړيوالو اړيکو کارپوه جوناتان فريمن په دې اړه ویلي، نيتانياهو هڅه کوي چې په دې مسئله کې د امريکا موافقه واخلي څو د امريکا عامه افکار له فلسطين سره د شخړې په مسئله کې له اسرائيل څخه قوي ملاتړ وکړي او پر همدې مهال اسرائيليانو ته ښيي چې د امريکا او اسرائيل ترمنځ هېڅ توپيرونه نشته.
د امريکا ولسمشر جوبايډن دغه هېواد ته د نيتانياهو له خوځېدو مخکې د ۲۰۲۴ کال د ټولټاکنو له سیالۍ د ځان د وتلو اعلان کړی دی. نيتانياهو همهغه مهال رسنيو ته ويلي، هغه به د امريکا دوو ګوندو ته ووايي چې هر څوک چې د امريکا راتلونکی ولسمشر وي، اسرائيل به په منځني ختيځ کې د امريکا نه بدلېدونکی قوي ملګری پاتې شي. هغه څرګنده کړې چې امريکا ته د خپل سفر له لارې به له اسرائيل څخه د امريکا د دوو ګوندونو ملاتړ پياوړی شي.
نيتانياهو په امريکا کې په جلا جلا توګه له ولسمشر جوبايډن، د ډيموکراټ ګوند د ولسمشرۍ کانديدې او د ولسمشر اوسنۍ مرستيالې کمالا دېوي هاريس، د جمهوري غوښتونکو ګوند د ولسمشرۍ له کانديد او پخواني ولسمشر دونالډ ترمپ سره کتلي دي. د اسرائيل د سيمه ييزو ډيپلوماتيکو تګلارو څېړنيز مرکز مشر نيمرود ګلان په دې اړه وويل، نيتانياهو غواړي چې د امريکا د راتلونکو سياسي حالاتو د نه معلومېدو په حال کې د اسرائيل او امريکا د اړيکو ثبات ټينګ کړي.
د امريکا ولسمشر جوبايډن د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه له نيتانياهو سره د کتنې پر وخت له اسرائيل څخه غوښتنه کړې چې ژر د غزې په تړانګه کې اوربند تر سره کړي او غزې ته د مرستندويه توکو د رسېدو خنډونه لرې کړي. د ولسمشر مرستيالې هاريس په همدې ورځ نيتانياهو ته هم ورته څرګندونې کړې او د غزې په تړانګه کې ولسي وګړو ته پر مرګ ژوبلې، د اردن سيند په لويديځه غاړه کې د تندلارو يهودي اوسېدونکو پر زورزياتي او د يهودي استوګنځايونو پر پراخېدو يې خپلې انديښنې څرګندې کړې دي. دغه راز مېرمن هاريس تر يادې کتنې وروسته په يوه خبري ناسته کې د دوو هېوادونو له لايحې څخه خپل ملاتړ هم څرګند کړی دی.
برسېره پر دې، دونالډ ترمپ د جولای په ۲۶مې نېټې نيتانياهو ته له اسرائيل څخه پر خپل ملاتړ ټينګار کړی دی.
سياسي شنونکي په دې اند دي چې د امريکا دوه ګوندونه به د خپل هېواد د تسلط د ساتلو په موخه هېڅکله له اسرائيل څخه خپل ملاتړ بدل نه کړي. د اسرائيل د سيمه ييزو ډيپلوماتيکو تګلارو څېړنيز مرکز مشر ګلان ويلي، له ټولټاکنو څخه د جوبايډن وتل به له اسرائيل څخه د امريکا پر ملاتړ هېڅ اغېزه و نه کړي.
اوس مهال په غزه کې د اوربند په اړه د نړيوالې ټولنې غوښتنې او اوازونه په پرله پسې ډول راپورته کېږي. خو ځينو رسنيو د منځګړو له قوله خبر ورکړی چې د اوربند په اړه د اسرائيل نوي شرطونه د اړوند تړون د رامنځته کولو لپاره ستونزې جوړوي. نيتانياهو د امريکا په کانګرس کې د خپلې وينا په ترڅ کې د پخوا په شان سرسخت دريځ څرګند کړی او ويلي يې دي چې په غزه کې به بشپړه کاميابي تر لاسه کړي او په منځني ختيځ کې به د ناټو په څېر د ايران پر ضد يو پوځي اتحاد جوړ کړي.
د اسرائيل د سيمه ييزو ډيپلوماتيکو تګلارو د څېړنيز مرکز مشر ګلان دې ته په اشارې سره ويلي، اسرائيليان ارمان لري چې حکومت يې له فلسطيني لوري سره د اوربند تړون لاسليک کړي څو بندي شوي اسرائيليان ازاد شي. خو ظاهراً دا امريکا ته د نيتانياهو د سفر عمده موخه نه ده. د اسرائيل د هاريتز ورځپاڼې په ډاګه کړې چې نيتانياهو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره نه، بلکې د جګړې د غځېدو په موخه امريکا ته سفر کړی دی.