ونزويلا د لاتيني امريکا له ۷ هېوادونو څخه خپل ډيپلوماتان ورغوښتي
CMG2024/07/30 13:24:07
شريکول:

د ونزويلا د بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۲۹مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د ارجنټاين، چيلي او پيرو په شمول د لاتيني امريکا له ۷ هېوادونو څخه خپل ډيپلوماتان ور غواړي او د يادو ۷ هېوادونو ډيپلوماتان دې له ونزويلا څخه ووځي.

په دغه اعلاميه کې راغلي، د ارجنټاين، چيلي، کستاريکا، پيرو، پاناما، دومينيکن او يوراګوی هڅه کوي چې په ونزويلا کې د ټولټاکنو پايلې و نه مني.

د ونزويلا ټولټاکنو ملي کمېټې د روانې مياشتې په ۲۹مه نېټه اعلان وکړ، چې د دغه هېواد اوسنی ولسمشر نيکولاس مادورو موروس په ولسمشريزو ټولټاکنو کې بريالی شوی او د ولسمشر په توګه يو ځل بيا ټاکل شوی دی.