د عرب ليګ سرمنشي د اسرائيل او د لبنان د حزب الله ترمنځ‌ د شخړو د لا سختېدو په اړه انديښنه څرګنده کړه
CGTN2024/07/30 11:06:08
شريکول:

د عرب ليګ سرمنشي احمد ابوالغيط د جولای په ۲۹مه نېټه په يوه اعلاميه کې د اسرائيل او د لبنان د حزب الله ترمتځ د شخړو د لا سختېدو په اړه انديښنه څرګنده کړې.

نوموړي په ياده اعلاميه کې ويلي، چې شخړې ښايي نورې پراخې شي او منځنی ختيځ سیمه به په جګړه کې ښکېل شي.

ده وویل چې دی به له نړيوالې ټولنې سره تماس ونيسي، څو وضعيت کنټرول کړي‌ او د شخړو د لا سختېدو مخنيوی وکړي.

عرب ليګ غواړي چې د جولای په ۲۷مه نېټه په جولان لوړو کې د برید د پېښې په اړه پلټنه تر سره شي. احمد ابوالغيط له لبنان څخه کلک ملاتړ څرګند کړی او پر لبنان د اسرائيل د ګواښ غندنه يې کړې ده.