د امريکا د ماليې وزارت د جولای په ۲۹مې نېټې تازه شمېرنه خپره کړې، چې له مخې يې د دې هېواد د فيډرالي حکومت د پورونو اندازه له ۳۵ ټريليونو ډالرو څخه اوښتې ده.
د امریکا د ماليې وزارت د شمېرنې له مخې، د جولای تر ۲۶مې نېټې پورې د فيدرالي حکومت د پورونو اندازه ۳۵ ټريليونو او ۱ ميليارډو ډالرو ته رسېدلې ده.
د امريکا د پيټر پيټرسن صندوق د اټکل له مخې، که د فيډرالي حکومت ياد پورونه د امریکا پر هر سړي وویشل شي، نو هر امريکايي د ۱۰۴ زرو ډالرو په ارزښت پورونه پر غاړه لري.