د چين ميډيا ګروپ او د ملګرو ملتونو سيلانیزو چارو سازمان د جولای په ۲۹مه نېټه د هسپانيا په مادريد کې د همکارۍ يو ياداښت لاسليک کړ چې د کلتوري او سيلانيزو خبرونو و، د سيلانيزو برانډونو او د رسنيزو فعاليتونو په شمول برخو کې موافقې ته رسېدلي دي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تبليغاتو څانګې مرستيال مشر او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ او د ملګرو ملتونو د سيلانیزو چارو سازمان د اجرائيوي مشر يروسويق هم د همکارۍ ياداښت د لاسليک په مراسمو کې حاضر وو.
د چين ميډيا ګروپ د نړيوالې تبادلې بيورو مشر چي جو چوان او د ملګرو ملتونو د سيلانیزو چارو سازمان د نړيوالو اړيکو څانګې مشر جاکلې د دواړو خواوو په استازيتوب يو بل ته د همکارۍ ياداښتونه ورکړي دي.
په هسپانيا کې د چين سفير ياو جينګ هم په دغه مراسمو کې ګډون کړی دی.