ولې اسيا د انرژۍ د محرکونو راتلونکې ده؟
CMG2024/07/30 17:21:55
شريکول:

په تېره يوه لسيزه کې په مختلفو اسيايي هېوادونو کې له تايلنډ را نيولې تر ماليزيا، جاپان او چين پورې د انرژۍ لوی فورمونه جوړ شول. د جولای په ۳۱مه نېټه په بيجينګ کې د انرژۍ درې ورځنۍ غونډه او نندارتون جوړيږي چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه به کارپوهان پکې ګډون او د انرژۍ د خونديتوب، اقليمي بدلونونو او لږ کاربن اقتصاد پر مسايلو خبرې وکړي.

د انرژۍ د تقاضا په پوره کولو او امنيت کې د هايدروجن او امونيا رول او دغه راز د مايع طبيعي ګاز د بازار ليدلوری هم د جوړيدونکې غونډې د بحث محوري ټکي دي. د چين د کمونيست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په درېيمه عمومي غونډه کې د انرژۍ اړوند موضوعاتو ځانګړی ځای درلود. د هراړخیزو او ژورو اصلاحاتو د وروستۍ اعلاميې له مخې، چين ايکولوژيکي خونديتابه، د سرچينو مؤثرې کارونې او د کاربن د خپرېدو کمولو ته لومړيتوب ورکوي.

چين د انرژۍ په برخه کې د نړۍ له نورو هېوادونو سره د همکاريو دوام ته ژمن دی او د پاکې انرژۍ لکه زرغون هايدروجن پر پراختيا تمرکز لري. د نړۍ دويم ستر اقتصاد په تدريج سره د پاکې انرژۍ د توليد په ټکنالوژۍ کې د نړۍ رهبري ترلاسه کوي، چې په دې سره به نه يوازې په اسيا کې د انرژۍ د توليد په برخه کې ژور بدلون رامنځته شي بلکې په نړيواله کچه به د ټيټې کچې کاربن د خپريدو بېلګه هم رامنځته کړي.

چين وار له مخې د پاکې انرژۍ د يوې سرچينې په توګه د زرغون هايدروجن توليد ډير کړی دی. که څه هم د هايدروجن صنعت په نړيواله کچه لا د ماشومتوب په مرحله کې دی، خو داسې ښکاري چې چين د دې توکي د توليد لپاره د اړينې ټکنالوژۍ د رامنځته کولو په برخه کې مخکښ دی. له همدې کبله جرمني غواړي چې له چين سره د هايدروجن ټکنالوژۍ په برخه کې همکارۍ پراخې کړي او ماليزيا هم غواړي چې چين ورسره د زرغون هايدروجن انرژۍ فابريکو په جوړولو کې مرسته وکړي.

له شک پرته چې له دوديزې فوسيلي انرژۍ څخه نوې کېدونکې انرژۍ ته اوښتون په مختلفو برخو کې په کلکه پر اسيايي هېوادونو تکيه دی. د پاکې انرژۍ د سرچينو چټک توليد او کارونې چين د زرغونې انرژۍ د توليد په برخه کې نه يوازې د اسیا بلکې نړۍ په کچه د سرپرست رهبر موقف ته رسولی دی. له همدې کبله د چين د ۲۰۲۴ کال د انرژۍ د غونډې او نندارتون مسوولين او کارپوهان تمه لري چې کېدونکي بحثونه داسې ځای ته ورسوي چې د اسيا او تر اسيا ور اخوا د انرژۍ راتلونکې ته بڼه ورکړي.

د ستراتيژۍ د نوموتي نړيوال سلاکار پاراګ کانا په خبره، د انرژۍ راتلونکې په اسيا پورې تړلې ده. دا په ۲۰۱۹ کال کې د هغه د خپاره شوي کتاب نوم دی. په هغه کال په يوه څېړنه کې معلومه شوې وه چې تر ۲۰۴۰ کال پورې به چين او هند د نړۍ انرژۍ د اړتيا وړ ۴۳ سلنه برخه چمتو کړي.

هند دا مهال د اروپايي اتحادیې له لوري د روسیې پر تېلو له بنديزونو د پام وړ ګټه اخلي. په تېرو دوو کلونو کې له روسیې څخه هند ته د خامو تېلو واردات ډير زيات شوي دي. په ورته مهال له هند څخه بيا اروپايي اتحادیې ته د چاڼ شويو تېلو د صادراتو کچه هم لوړه شوې. له دې ښکاري چې هند له روسیې څخه په ټيټه بيه خام تېل پيري او تر چاڼ وروسته یې په پوره بيه پر اروپايي اتحاديه پلوري.

له بل پلوه چين بيا په پام کې لري چې د روسیې د طبيعي ګاز د تر ټولو ستر مصرفوونکي په توګه د اروپايي اتحايې ځای ونیسي. د نړۍ د مايع طبيعي ګاز د تر ټولو ستر واردوونکي په توګه چين د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مايع طبيعي ګاز د ترمينلونو پر رغولو بوخت دی. دا چاره بيا هم د دې مانا نه لري چې د چين ستراتيژيک پلان جوړوونکي به يوازې د طبيعي ګاز پر وارداتو تکيه کوي.

دا څه پټه خبره نه ده چې د چين اوږدمهاله پلان د انرژۍ په برخه کې بشپړې ځان بسياينې ته رسيدل دي. د اټکلونو له مخې دې موخې ته رسېدل به تر ۲۰۶۰ کال پورې وخت ته اړتيا ولري. په ورته مهال به چين له شک پرته د زرغونې انرژۍ د توليداتو پراختيا ته ادامه ورکړي، چې په پایله کې به یې په نړيواله کچه د انرژۍ اوښتون ته زمينه برابره شي.

د چين د انرژۍ د غونډې او نندارتون په څېر مهم مناسبتونه او پايدارې پراختيا او ټکنالوژيکي نوښتونو ته د اسيايي ملتونو ژمنتيا د نړيوالې انرژۍ راتلونکې ته د بڼې ورکولو په برخه کې د دې سيمې حياتي رول رابرسېره کوي.